يو انس سره زر په ۲۰۶۵ ډالرو پلورل کېږي
کابل، د مرغومې ۶ مه، باختر
په نړيوالو بازارونو کې نن يو انس سره زرپه ۲۰۶۵ ډالرو پلورل کېږي.
د پښتني بانک د سرو زرو د مارکېټ يو پلورونکي قاهرخان پوپل نن د دغه خبر په تاييد سره باختر آژانس ته وويل، چې نن د کابل په بازارونو کې:
یو ګرام قطري سره زر په (۴۸۰۰) افغانیو
يو ګرام الجزايري سره زر په (۴۴۵۰) افغانیو
يو ګرام مصري سره زر په (۴۶۵۰) افغانيو
یو ګرام کويټي سره زر په (۴۰۰۰) افغانيو
یو ګرام سنګاپوري سره زر په (۳۹۰۰)افغانيو
یو ګرام عربي سره زر په (۴۰۰۰) افغانيو
او يو ګرام روسي سره زر په(۳۰۵۰) افغانيو پلورل کېږي.