اقتصاد

يو انس سره زر په ١٤٨٦ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د تلې ٢٢مه/باختر
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٤٨٦ډالرو وړاندې کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن ددغه خبرپه تاييد سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر٣٧٠٠ يو ګرام مصري سره زر په٣٦٠٠ افغانيو، کويټي په٢٩٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٩٥٠ افغانيو،  بحريني په٢٩٠٠ افغانيو، عربي په٢٩٠٠ افغانيو، ايراني په٢٦٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢١٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته