اقتصاد

يو انس سره زر په ١٤٠۰ډالرو پلورل کېږي

کابل/ باختر/ د چنګاښ لومړۍ
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زرپه ١٤٠٠ډالرو پلورل کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان نن د دغه خبرپه تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يو ګرام الجزايري سره په زر٣٦٠۰ افغانیو، يو ګرام مصري سره زر په٣٥٠۰ افغانيو، کويټي په٢۸٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢۸٥٠ افغانيو،  بحريني په٢۸٥٠ افغانيو، عربي په٢۸٥٠ افغانيو، ايراني په٢٥٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ۲۰٥۰ افغانيو پلورل کېږي.     
پاى / سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته