کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٩ :
په نړيوالو بازارونو کې يوانس سره زر په ١٢٤٥ ډالره وړاندې کيږي.
دپښتنې بانک دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٥٠ افغانيو ، کويټې ٢٥٠٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٤٥٠ افغانيو ،بحريني په ٢١٥٠
افغانيو ، عربي ٢١٠٠ افغانيو ، ايراني په ١٧٠٠ او يوګرام روسي سره زر په ١٦٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ