امنیت

يو امريکايي پوځي په پکتيا کې د يو افغان سرتيري له خوا ووژل شو.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥

په پکتيا ولايت کې ديو افغان پوځي دبريد له امله يو امريکايي عسکر ووژل شو.
دغه پيښه پرون له غرمې مخکې دلجه منګل ولسوالۍ په يوه پوځي قرارګاه کې هغه وخت رامنځته شوه  چې دافغان ملي اردو په يونيفورم سمبال يو تن په يوې ډلې  امريکايي عسکرو ډزې وکړې.
دپکتيا ولايت يو سيمه ييز مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي باختر آژانس ته وويل :  په دې بريد کې يو امريکايي عسکر  وژل شوى دى  .
ددغه مسول دڅرګندونو له مخې :   يرغلګر سرتيرى  دامريکايي ځواکونو په متقابلو  ډزو کې  ووژل شو.
تراوسه پورې امريکايي ځواکونو په دې باب نظر دى څرګند کړى خو طالبانو له رسنيو سره د اړيکې په ترڅ کې ددغې پيښې مسووليت په غاړه اخستى دى .
دا په پکتيا ولايت کې ديوې اوونۍ په بهير کې په امريکايي ځواکونو دغه شان دويم  بريد دى .
پرون هم درې تنه امريکايي پوځيان د ګرديز ښار د ٢٠٣ تندر قول اردو په قرارګاه کې د افغان ملي اردو په يونيفورم سمبال د يو سرتيري د  ډزو له امله  ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته