کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
يو امريکايي پوځي په دې وروستيو وختو کې د دغه هيواد د لويس ويلي ښار په يوه پوځي محکمه کې د بډې اخستلو او دامريکا اردو ته د زيان رسولو په تور په لس کاله بند محکوم شو.
په البرت کيلي تور لګول شوى دى چې دبډې داخستلو په بدل کې يې دافغانستان او پاکستاني پولې ته څيرمه د تيلو د لارۍ موټرو تګلورى بدل کړى او يا هم دپوځيانو اډې ته ليږدول شوي تيل يې له هغه څه څخه چې و زيات رپوټ ورکړى دى .
دامريکا دلويې څارنوالۍ مرستيال مايکل بينيت په ٢٨ کلن البرت کيلي تور ولګاوه چې په دې کارسره يې دامريکا اردو ته څه نا څه سلو زرو ډالرو زيان اړولى دي په داسې حال کې چې په خپله يې تر اووه پنځوسو زرو ډالر و پورې بډې اخستني دي.
دا لومړى ځل نه دى چې په يوه امريکايي پوځي له خپل وظيفوي دريځ څخه دناوړې استفادې او دبډى اخستنې تورلګول کيږي پخوا هم دغه شان قضيې موجودې دي .
دا ټول د دې ښکارندوى دې چې په افغانستان کې يو شمير ميشت بهرنۍ پوځيان په يو ډول نه يو ډول دغه هيواد کې دفساد په رواجولو کې لاس لري او دافغانستان د دولت دغه ادعا تائيدوي چې وايي بهرنۍ مرکزونه د فساد په رواجولو کې ونډه لري .
دالبرت کيلې دمحاکمې خبره په داسې وخت کې رامنځته کيږي چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي سر پلټوونکي پخوا په وار وار په هغو پروژو انتقاد کړى دى چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو له خوا ددغه هيواد په لګښت خو دافغان قرار داديانو له خوا جوړې شوې دي چې ټولې يې بې کيفيته دي .
دامريکا ځانګړي پلټوونکي ويلي دي په دې کې شک نه لري چې دغه پروژې دپټومعاملو له مخې نه دي ترسره شوي.
لويديځ هيوادونه افغانستان داسې هيواد بولي چې فساد پکې جرړې لري.
0 1 دقیقه لوستل