ورزش

يو افغان ورزشکار د نړۍ له يوه اتل سره د سيالۍ لپاره تيارى نيسي

کابل باختر د لړم اوومه :
يو افغان ورزشکار چې نوي په آزادو رزمي سياليوکې وکولاى شو په کاناډا کې خپل فرانسوي سيال ته ماتې ورکړي، وايي چې سختو سياليو ته چمتو والی نيسي.
نصرت حق پرست چې د UFC د نوي پړاو په سياليوکې وکولاى شو خپل فرانسوي سيال تيبال ګوتي د لوبې په دويم پړاوکې ماتې ورکړي، ويلي دي چې دغه لوبه د نړۍ د آزادو رزمي سياليو د پنځلسو تنو اتلانو په نوملړکې د ده د ځاى نيولو لپاره لاره اواره کړې ده.
د نصرت حق پرست او ګوتي ترمنځ لوبه د کاناډا د نيو بر انزويک په ايالت کې ترسره شوه.
افغان ۲۳ کلن ځوان ورزشکار چې په آلمان کې ژوند کوي، له هغو دوو تنو ورزشکارانو څخه دی چې په رسمي ډول د UFC  په سياليوکې ونډه اخلي.
د  UFCرسمي سايټ له احمد بهادر زاده هم د يوه افغان ورزشکار په توګه يادونه کړې ده چې د دغوسياليو په چوکاټ کې ګډون کوي .
  ختم _ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته