امنیت

يو افغان خبريال په ننګرهار کې شهيد شو.

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
يو افغان خبريال  تيره شپه په ننګرهار ولايت کې دناپيژاندو وسله والو کسانو په بريدکې شهيد شو .
عاقل وقار  چې دسپين غر په نامه له يوې سيمه ئيزې راډيو سره يې کار کاوه دبټې کوټ ولسوالۍ دحاجيانو په کلي کې دوسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو او شهيد کړى شو .
وقار دخپل يوه دوست دواده په مراسمو کې دګډون لپاره دغه کلي ته تللى و .
په دې بريد کې ددغه سيمه ئيز خبريال دوه تنه خپلوان ټپيان شوي دي .
دننګرهار ولايت دبټې کوټ  ولسوال حاجي محمدغالب دباختراژانس  خبريال ته وويل چې يرغلګر دسپين غر  دسيمه ئيزې راډيو دخبريال عاقل وقار  له شهادت وروسته له سيمې څخه تښتيدلى دى او دهغوى دپيژندنې  دنيولو لپاره پلټنې دوام لري .
تراوسه پورې ددغه افغان خبريال دشهادت مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى .
  امنيتي ځواکونه وايي هلې ځلې کوي چې ديرغلګرو  هويت او ددغې پيښې څرنګوالى روښانه کړي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  پوهنمل نبي فراهي  دسپين غر دسيمه ئيزې راډيو دخبريال دشهادت دعاملينو په غندلو او دشهيد عاقل وقار کورنۍ او دهيواد فرهنګي ټولنې ته د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ دمراتبو په څرګندولو سره  له امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل  چې دده دشهادت عاملين  ويژني او دقانون منګولو ته  يې وسپاري .
  دنږدې يوکال  په بهير کې  دانهم خبريال دى  چې په هيواد کې په بيلابيلو پيښو کې شهيد کيږي
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دخبريالۍ مدافع بنسټونه ددغه سيمه ئيز خبريال دشهادت عاملين  غندي او دننګرهار ولايت له امنيتي  مسوولينو څخه غواړي چې ډير ژر دې ددغې پيښې  دعاملينو په پيژندلو او نيولو اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته