امنیت

يوې ښځې ځان وواژه

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٥  :
يوې ځوانې ميرمنې په جوزجان ولايت کې ځان وواژه .
دغې اتلس کلنې ميرمنې تيره شپه په شبرغان ښارکې له چړه يي ټوپک څخه په استفادې سره خپل ژوند پاى ته ورساوه.
  د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي باختر آژانس ته وويل: دغې ځوانې ميرمنې چې څه موده مخکې د شبرغان ښار په يکه باغ  کلي کې د خپلې مورکورته ورغلې وه؛ د يو ليک په ليکلو سره چې له خپل ژوندانه او واده څخه  د نه رضايت څرګندوى  و؛ په ځان  وژنې لاس پورې کړى دى.
د دغې ميرمنې د خپلوانو د څرګندونوله مخې: دغه ميرمن په اووه کلنۍ کې دخپل کاکا  له زوى سره کوژدن شوې وه؛ خو دوه کاله مخکې يې واده کړى و.
ويل کيږي؛ دغې ميرمنې په درزآب ولسوالۍ کې  ژوند کاوه او ميړه يې د طالبانو په ليکه کې دنده  لره او څو مياشتې مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو او همدا اوس بندى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته