ټولنه

يوې ښځې خپل ځان وسوځاوه

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٨
يوې ځوانې ميرمنې پرون مازيګر د دارالامان په رييس ځاى کې د ټولو خلکو په وړاندې خپل ځان وسوځاوه او خپل ژوند ته يې پاى ته ورساوه.
باختر آژانس د عيني شاهدانو له خولې خبر ورکوي: دغه نجلۍ په داسې حال کې چې له پټرولو ډکه کوزه ورسره وه، د خلکو په وړاندې يې خپله کڅوړه لرې وغورځوله او ويې ويل: په دې کې يو ياداشت دى چې زما کورنۍ ته ورسول شي او ډير ژر يې پټرول په خپل ځان وشنيدل او اور ته يې ور واچاوه.
دغه پيښه د يوې امنيتي ادارې په څو مترى واټن کې رامنځته شوه او د ښار د دغې ادارې عسکرو ډيرې هلې ځلې وکړې، خو بريالي نه شول او د دغې نجلۍ مړى پوليسو وليږداوه.
عيني شاهدانو وويل چې دا د دغې سيمې اوسيدونکې نه وه.
پوليسو د دې هويت ثبت کړى او ستونزه يې شخصي بللې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته