امنیت

يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو دلوګر ولايت دڅرخ په ولسوالۍ بريد وکړ.

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١١  :
يوې ډلې  ځانمرګو يرغلګرو دلوګرولايت دڅرخ په ولسوالۍ بريد وکړ.
په خبرونو کې ويل شوي دي  چې يرغلګر له دوو ساعتونو جګړې وروسته په شاتمبول شوي دي. خو دڅرخ ولسوالۍ  په ځينو سيمو کې خورې ورې  جګړې  دوام لري .
نن سهار دپنځو بجو په شاوخوا کې په لسګونو تنو يرغلګرو  چې په سپکو او درندو  وسلو سمبال و له څو لورو څخه يې بريد وکړ.
دلومړنيو خبرونوله مخې :  يوځانمرګى يرغلګر په  چاوديدونکو توکو خپل بار موټر   دڅرخ ولسوالۍ  د دروازې په وړاندې وچاوه  او وروسته  نور يرغلګرو  له   امنيتي ځواکونو سره په جګړې لاس پورې کړ.
يوشمير يرغلګر دڅرخ ولسوال دفتر ته څيرمه  دمولانا يعقوب چرخي  په ښوونځې  ځاى پرځاى شوي و او دولسوالۍ په تاسيساتو يې  په ډزو لاس پورې کړ   .
دلوګر ولايت  دڅرخ ولسوال خليل الله کمال دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې تراوسه پورې شپږ تنه يرغلګر وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي.،
ده په دې جګړه کې  دملي اردو ديوه سرتيري شهادت  اود ولسوالۍ دامنيه قوماندان  او يوبل پوليس ټپي کيدل يې تائيد کړل .
دڅرخ ولسوال وايي د کوومکي ځواکونو په رسيدو سره يرغلګر په شاوتمبول شول   او امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې نور يرغلګر له منځه يوسي .
خليل الله کمال وايي  دغه بريد  دهغو يرغلګرو له خوا پيل شو چې  له ميدان وردګو ولايت او دخروار او دبره کي برک له ولسواليو څخه راټول شوي و.
ويل کيږي  دڅرخ دولسوالۍ بازار حالت کرار کرار عادي کيږي .
په همدې حال کې   دلوګر والي محمدحليم فدايي رسنيو ته ويلي دي  چې دطالبانو دغه ډله ييز بريد يرغلګرو ته  دسر ددرندو زيان په اوښتوسره پاى ته  ورسيد.
دڅرخ ولسوال وايي  يرغلګر ددغې ولسوالۍ  په ځينو سيمو کې ځاى پرځاى دي  او هرکله چې وغواړي امنيت ګډوډولاې شي .
ده  له حکومت څخه وغوښتل چې  دسترو پوځي عملياتو په ترسره کولو سره  د څرخ ولسوالۍ خلکو ته دايمي سوله تامين کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته