امنیت

يوې ډلې وسله وال غله په کندز کې ونيول شول

کابل  باختر د زمري  نهمه :
د غلو يو نهه کسيز بانډ پرون په کندز ولايت کې ونيول شول .
د کندز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني باختر آژانس ته وويل چې دغو غلو د پوليسو دلومړي امنيتي حوزې د منسوبينو او د دغې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د مديريت د کارکوونکو له خوا د کندز ښار په مربوطاتو کې ونيول شول .
ده زياته کړه چې دغه کسان دکندز _ تخار ، کندز _  شيرخان بندر او د کندز _ بغلان د لويو لارو په اوږدوکې د سيمې د خلکو او د مسافرينو مالونه غلا کوله .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته