ټولنه

يوې ځوانې ميرمنې ځان وواژه.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
يوې ځوانې ميرمنې تيره شپه  د دايکندي ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې ځان وواژه.
د  شهرستان  ولسوالۍ د سرپرست د څرګندونو له مخې  :    دغې دوه ويشت کلنې ميرمنې چې دوه مياشتې مخکې يې واده کړى و دکورني  تاوتريخوالي له امله ځان په  خپل کور کې زندى کړ.
دشهرستان ولسوالۍ سرپرست محمد ابراهيم اکبري باختر اژانس ته وويل :   چې ددغې ميرمنې ميړه  له هيواد څخه په بهر کې دى او د دې د ميړه کورنۍ له دې سره ناوړه  چلند کاوه .
دشهرستان ولسوالۍ د ښار دچوک د سيمې د اوسيدونکو دڅرګندونو له  مخې : دغه ميرمن د دې د ميړه دکورنۍ  دتاوتريخوالي له امله ځان وژنې ته اړ شوې  ده.
خبرځاى زياته کړه :  دپيښې په اړوند تحقيقات پيل شوي دي او تراوسه پورې په دې ارتباط څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته