کابل – باختر آژانس دمرغومې اوويشتمه :
يوې ميرمنې پرون په پروان ولايت کې ځان زندي کړ.
دغه دوه ويشت کلنه ميرمن فرزانه نوميده او دوه بچيان يې لرل.
دپروان ولايت د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو د دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل: دغه ميرمن د سيدخيلو ولسوالۍ د دينار خيلو دکلې اوسيدونکې وه او ځان يې په کور کې زندي کړ.
ويل کيږي ښايي دغه د اقتصادى بيوزلي له امله ځان وژلې دي. د دغې ميرمنې مړي دقضيې د روښانه کېدو په مقصد عدلي طب ته ليږدول شوې دي او اوس د ښځې خواښۍ او ليور د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
د يادونې وړده چې د دغې ميرمنې ميړه په کابل کې د ملي پوليسو سرتيرى دى او دعيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې: د پيښې په وخت کې هغه په دنده کې وه. د يوبل خبرله مخې: يو ځوان پرون دشخصي دښمنيو له امله دبګرام په ولسوالۍ کې ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول.
دپروان د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول وويل: نولس کلن شادمحمد د شخصي دښمنيو له امله په يوه نښته کې دچړې په ګوازر سره ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه: په دې نښته کې څلورتنه نورټپيان شول او د پيښې عاملين له ساحې څخه تښتيدلي دي او د هغوى يو کرولا موټر دپوليسو لاس ته ورغلى دى او دهغو د نيولو لپاره دپوليسو هڅې پيل شوې دي.
2 1 دقیقه لوستل