ټولنه

يوې زلزلې نن له غرمې وروسته کابل ښار وجړقاوه .

کابل باختر دلړم  دمياشتې  څلورمه :
  يوې  زلزلې  نن له غرمې وروسته  کابل ښار ته  ټکان ورکړ .
  باختراژانس  دنړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ ،  چې ددغې زلزلې سختوالى   دريکتر په مقياس  اووه اعشاريه اووه درجې  بلل شوى دى  او مرکزيې په هندوکش کې تثبيت شوى دى .
  ددغې زلزلې ټکانونه  په افغانستان ، هندوستان ، پاکستان او دازبکستان او قزاقستان په ختيځو ساحو کې  احساس شوى دى .
  تراوسه پورې ددغې زلزلې له امله دسرداوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .  جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته