يوې زلزلې دنيمروز ښار وجړقاوه .
کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
دريکتر په مقياس داووه اعشاريه اتو درجو په سختوالي يوې زلزلې دنيمروز ولايت ځينې سيمې وجړقولې او دغې پيښې دسرزيان نه دى اړولى .
دنيمروز له ولايت څخه دباختراژانس خبريال عمري خبر راکړ .چې دغې زلزلې پنځه څلويښت ثانيې دزرنج ښار او دنيمروز ولايت داړوندو ولسواليو ځينې سيمې وجړقولې .
ددغې زلزلې مرکز دايران په سيستان ښار کې تثبيت شوى دى او پرون له غرمې وروسته د درې نيمو بجو په شاوخوا کې شوې ده .
دهرات د زلزلي سنجولو يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې په نيمروز ولايت کي ددغې زلزلې سختوالي کم و، دنيمروز ولايت سيمه ئيزو مقاماتو ويلي دي چې دغې زلزلې دسرزيان نه دى اړولى . خو د نړيوالو رسنيو دخبرونو له مخې، دغې زلزلې په ايران او پاکستان کې په لسګونو تنه وژلي دي .