کابل / باختر د لړم د مياشتې ٧ :
د ملګرو ملتو د سازمان د سولې جايزه يوې افغانې نجلۍ ته ورکړ شوه.
دغه جايزه په نيويارک ښارکې مريم دراني ته ورکړ شوه.
مريم دراني د سولې او پرمختګ په نړيوال پروګرام کې د ګډون له لارې دغه جايزه ترلاسه کړې ده.
دا له څو کلونو را په دې خوا د ښځو د کاري ظرفيت د لوړولو په مقصد کارکوي او د عامه پوهاوي پروګرامونه پرمخ وړي.
دغه ځوانه افغانه نجلۍ په داسې حال کې ددغه شان جايزې په ترلاسه کولو بريالۍ کيږي چې څه موده مخکې بله ځوانه افغانه نجلۍ عزيزه رحيم زاده چې په خپله يې په کابل کې د بېځايه شويو په يوه کمپ کې ژوند کاوه؛ د ماشومانو د حقوقو لپاره د هالند د بنسټ د سولې د جايزې د ترلاسه کولو لپاره کانديده شوې وه .
له عزيزې مخکې افغان حقوق پوهه او د مدني ټولنې فعاله ميرمن ماريا بشير د پوترا د نړيوالې سوداګرۍ د مرکز جايزه چې مقريې په ماليزياکې دى؛ ترلاسه کړې وه.
دغه جايزه د ماليزيا د صدراعظم له خوا ميرمن ماريا ته ورکړ شوې وه.
0 1 دقیقه لوستل