يوښخ کړي شوي ماين کشف شو
کابل باختردتلي دمياشتې ٥ :
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون په جلال اباد ښارکې ديوي تروريستي پيښې مخه ونيوله .
دشمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دوسايطو ضد يو ماين چې دوسله والو طالبانو له خوا دجلال اباد ښار په لومړى ناحيې پوري اړوند دبزازي جومات ته څيرمه ځاى پرځاى شوي و دپوليسو له خوا کشف اودايتلاف دقوتونو په همکاري شنډکړي شو.
ديوبل خبرله مخې دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو پرون دوه ښځې چې غوښتل يې دروداتو ولسوالۍ په غوچک سيمه کې يو ماشوم وتښتوي ونيولي .