يوځوان خپله ترور ووژله .
کابلباختر ثوردرويشتمه
يوځوان پرون په بغلان ولايت کې دخپلې ترور له وژلو وروسته دى هم په مرموز ډول وژل شوى دى .
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال نورګل باختر اژانس ته وويل: دپلخمري ښار دشهاب الدين ډنډ دساحې اوسيدونکي محمد نذير خپله ترور په کور کې ووژله او په خپله هم په مرموز ډول ووژل شو .
نور ګل په دې ترڅ کې چې ددغې پيښې اصلي علت د امام صا حب د ولسوالۍ له يو تن اوسيدونکي سره د محمد نذير د خاله دلور کوږدې کولو زيږنده وبلله ويې ويل :
څه مو ده مخکې د نذير کورنۍ ددغې نجلۍ دکوږدې کولو غو ښتنه کړې وه چې د نجلۍ د کور نۍ له خوا رد شوې وه .
خبرځاى زياته کړه ،ددغې پيښې په تور د محمدنذير دعمه زوى چې د پيښې په سيمه کې و دپو ليسو له خوا نيول شوى دى.