امنیت

يوځانمرګى يرغلګر موخې ته له رسيدو مخکې د خپلو توکو په چاودنې سره ووژل شو

کابل  باختر دکب دمياشتې ١٩:
څوشيبې مخکې يوه ځانمرګي يرغلګر موخې ته له رسيدومخکې ځان د کابل ښار د پښتونستان واټ څلور لارې ته څېرمه وچاوه.
يوه امنيتي خبرځاى تائيد کړه چې يوه ځانمرګي يرغلګر چې غوښتل يې يوې  دولتي ادارې ته څېرمه په ځانمرګي بريد لاس پورې کړي، موخې ته له رسيدو مخکې خپل چاوديدونکي توکي يې وچاول او ووژل شو.
دغه پيښه د کابل ښار د دويمې ناحيې په مربوطاتوکې پښتونستان څلورلارې ته څيرمه رامنځته شوه.
د پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته