امنیت

يوپنځوس تنه دنشه يي توکو اومسکراتو دقاچاقو په اړوند ونيول شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې٥  نيټه  :
دمسکراتو  او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې عدلي اوقضايي مرکز دروان کال  دلړم دمياشتې په بهيرکې يوپنځوس تنه دمسکراتو او نشه يي توکو دقاچاقو په اړوند نيولي دي.
دمسکراتو  او نشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې  دعدلي اوقضايي مرکز وياند 
احمد خالد موحد  نن دباخترآژانس له خبريال سره په خبرو کې دعامه خدمتونو  ددوو تنو  موظفينو ، پنځو ښځو  او ديوه ايراني په  ګډون دمسکراتو او نشه يي توکو دقاچاقو په اړوند د ٥١ تنو  دنيولو خبر ورکړ .
ده زياته کړه   چې دغه کسان  د٣٦ قضيو په اړوند دروان کال دلړم دمياشتې په بهيرکې نيول شوي و  چې دمسکراتو او نشه يي توکو دجرمونو پرخلاف د مبارزې   دعدلي اوقضايي مرکز  دتدقيق ،. څيړنې او لابراتور عمومي مديريت ته  وسپارل شول.
دده دڅرګندونوله مخې ؛ دمسکراتو  او نشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې  ابتدائيه محکمې   اته شپيته تنه نور دمسکراتو او نشه يي توکو دقاچاقو په جرم له شپږو مياشتو  څخه تر شلو کلونو پورې په بند محکوم کړي دي.
ددغه مرکز دوياند دڅرګندونوله مخې ؛ دتيرې مياشتې په بهيرکې  دمسکراتو   او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  داستيناف محکمې ٤٠ تنه نور له ٥ څخه تر ٢٠ کلونو پورې دتنفيذي بند په  مجازاتو محکوم کړي دي او څلورو تنو نور ته  يې  دالزام ددلايلو دنشتوالي په نسبت برآت ورکړى د ى.
ده څرګنده کړه چې ددغو قضيو په اړوند ١٩ ليږدونکې واسطې  او ٦٧ مبايل تيلفونونه ترلاسه شوي وو  چې دواکمنو محکمو د حکم له صادريدو وروسته مصادره شول   او څلور شپيته زره څلور سوه اتيا افغانۍ او شپږ سوه امريکايي ډالره  له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي او د دغې څارنوالۍ په قطعي حساب  دافغانستان بانک ته تحويل شوي دي.
دغه راز  څه دپاسه يوشپيته کيلوګرامه هيروئين ، کابو ٥٤ کيلوګرامه مورفين ،  څه دپاسه  لس زره کيلوګرامه اپين ،. دوه زره درې سوه څلور څلويښت کيلوګرامه چرس  ، ١٣١٦ کيلوګرامه  جامد کيمياوي توکي  ، ١٦٢٩٥ ليتره اوبلن کيمياوي توکي  او ١٧٩٦ ليتره  الکولي مشروبات   دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دعدلي اوقضايي مرکز  دمسوولانو له خوا له قاچاق وړونکو څخه ضبط شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي   چې دروان کال دلړم دمياشتې په بهيرکې  د کابل ولايت  دمسکراتو او نشه يي توکو دقاچاقو د١٢ قضيو او دهرات ولايت  د١٠ قضيو په لرلو سره دمسکراتو او نشه يي توکو دقاچاقو دلوړو قضيو لروونکو ولايتونو دنوملړ په  سرکې ځاى نيولى دى . په داسې حال کې چې د لوګر، خوست ، دايکنډي ،. نورستان ، پنجشير ، باميان ، ميدان وردګو، سرپل ، سمنګانو ،پروان ، پکتيکا ، پکتيا ،روزګان، نيمروز ، لغمان ، کونړ ،  کاپيسا  ، غور  او دبدخشان ولايتونه  ، هغه ولايتونه دي چې په دې برخه کې دمسکراتو اونشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په عدلي اوقضايي مرکز کې هيڅ جرمي قضيه نه ده ثبت شوې .  پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته