کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٤ :
يو ١٢ کلن هلک په تخارولايت کې په دار وځړول شو .
د تخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د باختر آژانس خبريال
ته وويل : دغه ١٢ کلن هلک حشمت الله نوميده چې پرون د تخارولايت په اشکمش ولسوالۍ کې په دار ځړول شوى دى .
دده دڅرګندونوله مخې ؛ دغه هلک د ده دپلار کورته څيرمه په يوه ونه کې د رسۍ په واسطه په مرموز ډول ځړول شوى دى.
ددغه هلک پلار وايي چې په کورنۍ کې يې هيڅ ډول ستونزې شتون نه درلود او زوى مې د بل چا له خوا په دار ځړول شوى دى.
اسير ټينګار وکړ چې دپيښې په اړوند هلې ځلې پيل شوي دي او تراوسه پورې
ددغه هلک د زندۍ کيدو علت نه دى معلوم .
1 1 دقیقه لوستل