کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
د دايکنډي پوليس ديوې ځوانې نجلۍ د وژنې د څرنګوالى په باب چې ويل کيږي ځان يې وژلى دى؛ تحقيق کوي .
دغه ځوانه نجلۍ چې د نيلي ښار اوسيدونکې وه؛ له هغه وروسته چې د هغې کورنۍ د دې دکاکا له زوى سره د دې له واده سره مخالفت وکړ؛ د درملو په خوړولو سره يې ځان وواژه .دغه نجلۍ اتلس کلنه وه.
د دايکنډي د بشر دحقوقو دکميسيون دښځو دڅانګې مسوول حليمې بشردوست د باختر آژانس خبريال ته وويل: کله چې د دې دکاکا زوى خبر شو چې دغې نجلۍ د زهري موادو په خوړلو سره ځان وژلى دى؛ هغه هم د ځان وژنې هڅه وکړه چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى .
د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمد آصف شيرزي وويل چې په دې اړوند يې د نجلۍ ورور نيولى دى.
0 1 دقیقه لوستل