امنیت

يوويشت کيلوګرامه اپين کشف شول.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
يو ويشت کيلوګرامه اپين پرون دنيمروز ولايت دپوليسو له خوا کشف او ضبط شول.دنيمروز ولايت دچار برجک ولسوالۍ ولسوال حاجي نبى باختر آژانس ته وويل: دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمنسوبينو دهلوځلو له امله يوويشت کيلوګرامه اپين چې په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي و ددغه ولايت په کرودي سيمه کې کشف او ضبط شول.
يوه اړوند خبرځاى وويل: ددغې قضيې په اړوند يو تن نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته