يوويشت وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول
کابل/ د غویي2٢مه / باختر
پوځي مقامات وايي چې په قندهار کې د نويو جګړو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
سختې جګړې د ميوند او د پنجوايي په ولسواليو کې رامنځته شوې.
د هېواد په جنوب کې د ځانګړو عملياتو د قول اردو يوه جګپوړي مقام باخترآژانس ته وويل: په دغو جګړو کې ٢١ وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.
په دغو جګړو کې پر افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته دهېواد هوايي او ځمکنيو ځواکونو په همغږۍ سره د طالبانو پرځپلو اقدام وکړ.
خو طالبان په قندهار کې دغې ډلې ته د سر دروند زيان نه مني او وايي چې په دغو جګړو کې په لسګونو پوځيان وژل شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: افغان ځواکونو د قندهار له ګڼ مېشتو لاروڅخه د ٤٦ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
پاي\ ج \ ذ