امنیت

يوويشت تنه ايراني بنديان په کابل کې ايراني مقاماتو ته وسپارل شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
په افغانستان کې يوويشت تنه ايراني بنديان نن ايراني مقاماتو ته وسپارل شول.
دحامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختر آژانس خبريال خبرورکړ: دغه ايراني بنديان چې دهيواد دمحکمو له خوا د بيلابيلو جرمونو په ترسره کولو محکوم او بنديان شوي وو . دهغې موافقې له مخې چې د دواړو هيوادونو ترمنځ شتون لري له دوسيو سره يې د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې ايراني مقاماتو ته وسپارل شول.
ټاکل شوې ده ايراني مقامات هم په دوو راتلوونکو ورځو کې هغه يوويشت تنه افغان بنديان چې دايران په جيلونو کې بنديان دي افغان مقاماتو ته وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته