امنیت

يوولس کلن ځانمرګي ماشوم په کندز کې ونيول شو

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
يوولس کلن  ځانمرګي ماشوم پرون  په کندز ولايت کې  ونيول شو
دکندز ولايت  امنيه قوماندان جنرال  عبدالحميد حميدي باختراژانس ته وويل  دعصمت الله په نامه  يو  يوولس کلن  ماشوم  چې دځانمرګي بريد  دترسره کولو لپاره  چمتو کيده .  له وسله والوطالبانو څخه  وتښتيده چې په کندز ښار کې  دکابل بندر دلومړى امنيتي حوزې  دتروريزم پرخلاف دمبارزې  د امريت له خوا ونيول شو .
ده زياته کړه چې دغه ماشوم  دميدان وردګو ولايت  دسيد اباد ولسوالۍ  د حزب الدين خيلو دکلي اصلي اوسيدونکى دى چې دامام صاحب ولسوالۍ  په يوه ديني مدرسه کې د شيرمحمد او شين ګل په نومونو له خپلو دوو تنو  ورونو سره  دديني زده کړو لپاره  دکندز ولايت ته  ورغلې و ،  او په دې مدرسه کې د وسلو دکارولو او دځانمرګي بريد دترسره کولو  لارې چارې  ورته ښودلې کيدې چې دمدرسې دامام په مولوي ذکي مشهور مولوي نصر الدين په لارښوونه ځانمرګي بريد ته چمتو شوى و  دهغوى  له منګولو څخه وتښتيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته