کابل/باختر/د چنګاښ ٢٩ مه
په هلمند کې١١ وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د دغه جنوبي ولايت په ځينو سيموکې ځمکني او هوايي بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ميوند قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په نښتې کې يوولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې له ځمکې او هوا څخه پرې بريدونه وشول.
د يو بل خبرله مخې: په هلمند کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار د هلمند په ګڼ مېشتو لارو کې اووه ماينونه کشف او شنډ کړل .
تراوسه د دې ماين ښخونې په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو سيمه ييز خبرځايونه يې عاملين وسله وال طالبان بولي.
ختم- سعيده – اکرم
0 1 دقیقه لوستل