کابل / د وری۲۰ مه / باختر
د ملي امنيت منسوبينو په ننګرهار کې د ١١ وسله والوطالبانو د نيولو خبرورکړ.
دغه طالبان په وروستيو دريو ورځوکې له جلال اباد ښار او د ننګرهار له يوشمېر ولسواليو څخه د عملياتواود موټرو د پلټنې په بهير کې نيول شويدي.
د ننګرهارد ملي امنيت يو خبرځاى باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان په ننګرهار کې په هدفمندو ترورونو او بم ايښودنوبوخت و.
له نيول شويوکسانوڅخه يوشمېروسلې هم ترلاسه شويدي.
طالبانوتراوسه په دې اړهڅه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ د داعش د ډلې يو غړى چې له خلکو څخه يې په زور پيسې اخېستې په ننګرهار کې ونيول شو.
پوليس وايي چې نيول شوى سړى له خلکو څخه د وژنې په ګواښولو پيسې اخېستې
ختم- ج – ا
12 1 دقیقه لوستل