امنیت

يوولس وسله وال طالبان په غورکې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
يوولس وسله وال طالبان په غورکې په هوايي بريد کې ووژل شول.                 
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه فېروزکوه ښار ته څېرمه هغه وخت بريد وشو           چې د پوځيانو پر يوې قرارګاه يې د بريد نيت درلود.
د هېواد په لوېديځ يوه پوځي مقام باختر آژانس ته وويل چې بريد د هېواد هوايي ځواکونو ترسره کړ.
هغه په بريد کې د يوولسو وسله والو طالبانو وژل کېدل تائيد کړل.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د غور پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لاروڅخه د شپږو ماينونو په کشف سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونو عاملين بلل شوي دي.
پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته