کابل / د چنګاښ ۳۱مه / باختر
يوولس وسله وال طالبان پرون مازيګر په قندهار کې ووژل شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په هغه هوايي بريد کې چې د قندهار د ژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوى پر قرارګاه ترسره شو، ووژل شول.
خبرحاى زياته کړه چې په دغه بريد کې څلور نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى قرارګاه ويجاړه شوه.
ختم-ج-ا
16 د یوې دقیقې څخه لږ