امنیت

يوولس تنه ډار اچوونکي دتخار په درقد ولسوالۍ کې ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
يوولس تنه ډار اچوونکي دتخار ولايت  په درقد ولسوالۍ کې  دامنيتي ځواکونو  په هوايي بريد کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ليکلي دي چې په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دتخار ولايت  د درقد ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دهوايي بريدونو او نښتو له امله يوولس تنه  ډار اچوونکي وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي .او ددښمن  پنځلس  ليږدونکي وسايط  دهېواد  دامنيتي  او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او دغه راز يو ماين  دتخار ولايت  د درقد ولسوالۍ په عمومي لاره کې کشف او شنډ کړى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته