غزني باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
يوولس تنه په غزني ولايت کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور ونيول شول.
دغه مشکوک کسان په تېرو ٢٤ ساعتوکې د غزني ښار په بېلابېلوساحو کې نيول شوي دي .
د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل په يوه خبري غونډه کې وويل چې دغه کسان د وژنې، غلاوو او نورو نامشروع عملونو د ترسره کولو په تور د جنايي جرمونوپرخلاف د مبارزې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
امرخيل د دغه ولايت له اوسيدونکو څخه وغوښتل چې د ډار اچوونکو او د جنايي پيښو د عاملينو په پيژندنه کې له امنيتي ځواکونوسره زياته همکاري وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ