امنیت

يوولس تنه پاکستاني طالبان په فراه کې ووژل شول.

کابل باختر دزمري شپږمه
يوولس تنه پاکستاني وسله وال طالبان تيره په په فراه ولايت کې دهوايي قواوو په عملياتو کې ووژل شول.
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په يوشمير پاکستاني وسله والوطالبانو ددغه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په تورنک کلي کې بريد وشو چې له امله يې دماين جوړولو ددريو انجنيرانو او ددريو ځانمرګو بريدکوونکو په ګډون يوولس تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته