کابل باختر د تلي څوارلسمه :
په تيرو ٢٤ ساعتوکې دافغان امنيتي ځواکونو دګډو تصفيوي عملياتو په بهير کې يوولس تنه ياغي طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : دغه عمليات چې دفراه ، ميدان وردکو ، ارزګان ، زابل ، قندهار ، بدخشان ، کندز او دننګرهار دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوى و ، يو بل طالب ټپي او شپږ تنه نور يې ونيول شول .
ددغو عملياتوپه بهيرکې يوه اندازه چاوديدونکي توکي اوجنګي وسايل هم دپوليسو لاسته ورغلي دي.
دغه راز دپوليسو ځواکونو دکونړ ، سرپل او دلوګر ولايتونو له مربوطاتو څخه
اوو ه ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړل
دغه ماينونه دياغي طالبانوله خوا دورانکارو او تروريستي عملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و .
0 1 دقیقه لوستل