يوولس تنه وسله وال طالبان په هلمند اوبدخشان کې ووژل شول .

کابل باختر دليندى ٢٣:
اووه تنه وسله وال طالبان پرون په هلمند ولايت کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
دغه عمليات چې دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دهلمند ولايت دکجکي ولسوالۍ او ديوشمير نوروسيمو دپاکولو په مقصد دملي اردو دځواکونوله خوا ترسره شول په بهير کې يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان او يوشمير نور يې ونيول شول .
ددغو عملياتو په بهيرکې ددښمن يوه اندازه وسلې او درندو وسلو مهمات او پوځي تجهيزات له دوو موټرسايکلونو او دوو کرولا موټرونو سره ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، څلور تنه وسله وال طالبان دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهير کې ووژل شول .