امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په هلمندکې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
يوولس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د پوځيانو په بريدونوکې ووژل شول .
  دغه بريدونه تېره شپه د لښکرګاه ښار ته څېرمه د طالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ١١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو څو پټنځي هم دړې وړې شوي دي او پوځيانو او د سيمې خلکو ته  زيان نه دى اوښتى .
  په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت د طالبانو د جنګي وسايلو د درېيو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو په پټنځيو کې ساتل کېدې .
  د هلمند ولايت يو امنيتي مقام  وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته