هرات – باختر دکب دمياشتې ١١
د محمد عارف په مشرۍ يوولس تنه وسله طالبان پرون په هرات ولايت کې دسولې له بهير يوځاى شول.
دهرات والي سيد فضل الله واحدي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه کسان چې دهرات ولايت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ورانکارو او دولتي ضد فعاليتونو بوخت وو د ملي روغې جوړې دتګلارې په ريښتينوالۍ په پوهيدو سره له جګړې او ورور وژنې څخه لاس واخيست او د سولې له بهير سره يوځاى شول.
د واحدي دڅرګندونو له مخې : دغو کسانو خپلې وسلې هم دولت ته وسپارلې .
له دولت سره يوځاى شوي کسان غواړي له دې وروسته دافغانستان په بيارغاونه او پرمختيا او دانتخاباتو په بهير کې ونډه واخلي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ