امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول .

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
يوولس تنه وسله  وال طالبان  تيره شپه  دفراه ولايت په مربوطاتو کې ووژل شول
  دفراه ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه طالبان له هغه وروسته ووژل شول  چې دفراه ولايت  په مرکز پورې اړوند  په امنيتي پوستو يې پراخ بريدونه وکړل .
  ده وويل  دپوليسو منسوبينوپه سخت مقاومت سره د ډار اچوونکو بريدونه شنډ کړل او ډار اچوونکي  دسر دزيان له زغملو وروسته  له سيمې څخه وتښتيدل .
  ده زياته کړه چې په دغو نښتو کې  دملي پوليسو دوه تنه سرتيري هم ټپيان شوي دي .    ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته