امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل   باختر  دکب  دوه ويشتمه :
د روزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتوکې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  د ٢٠٥ اتل قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن محمدمحسن سلطاني نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتوکې چې د دهراوود ولسوالۍ په ميان ده کلي کې ترسره شول؛ يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې په وژل شويو کسانوکې د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان هم شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته