امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
امنيتي ځواکونو د خپلو هغو چاڼيز عملياتو په بهيرکې چې په تيرو څليرويشتو ساعتوکې يې ترسره کړل؛ په دې ترڅ کې چې په  ځينو سيموکې يي د نا امنۍ عوامل له منځه يوړل؛ يوولس تنه وسله وال طالبان يې ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دغه عمليات دهلمند، غزني ، قندهار، سرپل او د ننګرهار د ولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ درې تنه يې ټپيان او اته تنه نور يې ونيول شول او يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او لس ماينونه چې د وسله والومخالفينو له خوا نوى د قندهار ولايت په مربوطاتوکې ښخ کړى  شوي و؛ کشف او شنډ کړى شول.
ديوبل خبر له مخې: دکابل دامنيې قوماندانۍ د پوليسو منسوبينوپرون شپږ تنه د کابل ښار په دويمې، نهمې او پنځلسمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې د قتل او غلاپه تور ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته