امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
يوولس تنه وسله وال طالبان پرون دهيواد په ځينو ولايتونو کې دامنيتي ځواکونو له  خوا دامنيتي دندو دترسره کولو په وخت کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو دتخار ،قندهار ،ميدان وردګو،خوست ،پکتيا او دفراه د ولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، ٧ تنه ټپيان او ١١ تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
په دغو فعاليتونو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته