يوولس تنه وسله وال طالبان ونيول شول

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
امنيتي ځواکونوپه تېرو څلرويشتو ساعتوکې د هېوادپه بېلابېلوسيموکې چاڼيزعمليات ترسره کړل او له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ونيول او يوه زياته اندازه  چاوديدونکي يې ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
افغان امنيتي ځواکونو او د ايتلاف قوتونوپه تېرو څلرويشتو ساعتوکې دننګرهار ، لغمان، پروان، هرات، غور، فارياب، جوزجان، قندهار، غزني، هلمند  او د نيمروز د ولايتونو په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه طالبان ونيول او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل، پنځوس کڅورې چاوديدونکي توکي ، د وسايط ضد شل ماينونه ، څلور لاسي بمونه ، د هاوان اووه ماينونه ، څلور سوه اتياکيلوګرامه نشه يي توکي او نهه ويشت کيلوګرامه هيروئين ترلاسه کړل.
د يوبل خبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونوسره د مبارزې د رياست منسوبينو پرون څلور تنه له څلورسوه زغره والو واسکټونوسره  دکابل ولايت په مربوطاتوکې ونيول .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په نيول شويو کسانو تور لګول شوى دى چې دغه واسکټونه يې په يو لنډکروزر موټر اوپه يو مازدا موټرکې ځاى پرځاى کړي و چې دپغمان ولسوالۍ د قلعه حيدر خان په ساحه کې ونيول شول .
په همدې  حال کې دکابل د هوايي ډګر سرحدي پوليسو پنځه تنه  دجعلي پاسپورټ  د لرلو په تور نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته