يوولس تنه وسله وال طالبان د ملي اردو د عسکرو په دوو جلاجلا عملياتوکې ووژل شول.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
نهه تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو د چاڼيز عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات دغزني ولايت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې ٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
ديوبل خبرله مخې: د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزوعملياتو په بهير ٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل وسله وال طالب ټپي شو او يوه اندازه سپکې وسلې او مهمات شوي دي.