يوولس تنه وسله وال طالبان دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
دملي اردو دځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې د هيواد په څو ولايتونو کې ترسره شول ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر نن دباختر آژانس خبريال ته وويل : دملي اردو ځواکونو د ډار اچوونکو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد دلوګر ولايت دڅرخ ، دلغمان ولايت داليشنګ او د دايکنډي ولايت دګيزاب د ولسواليو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول او دوسله والو طالبانو ډلې يو قوماندان ونيول شو.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه مهمات او وسايل او نور جنګي وسايل او تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته