امنیت

يوولس تنه طالبان دعملياتو په بهيرکې ووژل شول

فيض آباد باختردوري دمياشتې ٨ :

په بدخشان ولايت کې  تيره شپه دعملياتو په بهيرکې  يوولس تنه طالبان ووژل شول .

دبدخشان ولايت دامنيي قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سخيداد حيدري باختراژانس ته وويل امنيتي ځواکونو تيره شپه دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې  په يحشيره کلي کې عمليات ترسره کړل چي له امله يي يوولس تنه طالبان ووژل شول او درې تنه يي ټپيان اودرې تنه نوريي ونيول شول.

په وژل شويو کسانو کې ددوي سرګروپ عالم نور هم شامل دي .

دده  دڅرگندونوله مخي دغه عمليات دتيري شپي په اتوبجو پيل اودسهار تر څلورو بجوپوري  دوام درلود.

سمونوال حيدري وايي په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونوته زيان نه دي اوښتي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته