کابل باختر دسلواغې ۱۵مه
يوولس تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه جګړې تېره شپه د خوږياڼيو او حصارک په ولسواليوکې د طالبانو په مرکزونو کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له بريد وروسته ونښتې.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په دغو بريدونوکې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه وسله وال طالبان په خپلو مرکزونوکې د ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريدونه وشول.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار ددغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو او سيموڅخه ۱۰ماينونه کشف او شنډ کړل .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د رسنيو دفتر وايي چې د دغو ماينونو په کشفولو سره په ملکي وګړو د بريدونو مخه ونيول شوه .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل