کابل باختردوري دمياشتې ٢٨ :
دوسله والو مخالفينو يوسرګروپ له لسو تنو افرادوسره يي پرون په غورولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
په هغي غونډه کې چې له همدي امله جوړه شوې وه دغور والي عبدالله هيواد دموضوع په اړوند خبري وکړې اودسولې له بهيرسره يي دهغوي يوځاى کيدل په هيواد کې دامنيت په تامينولو اوبياجوړولو کې مثبت ګام وباله.
دغه راز دغه سرګروپ ملابهادر وويل پخوا له دولت سره په مخالفت کې و او اوس ددولت دسياست په رښتينولي په پوهيدو سره دمخالفينوله ليکو څخه جلا اوله دولت سره يوځاى شوم.
دغور ولايت دسولې دشورا رييس کمال الدين وويل دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې دالومړى ډله وسله وال مخالفين دي چې له دولت سره يوځاى شوي دي.