امنیت

يووسله وال سړى په لوګر کې ووژل شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢١ يو غير مسول وسله وال سړى تيره شپه په لوګر ولايت کې دافغان ځواکونو او دايتلاف دپوځونو په عملياتو کې ووژل شو. په دغو عملياتو کې دوه تنه نور نيول شوي دي . دلوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتو کې چې دامريکا دځانګړو ځواکونو او دملي اردو دکوماندو دقطعې له خوا دلوګر ولايت دمحمد آغې ولسوالۍ دقندهاريانو پله په ساحه کې په يو مشکوک کور ترسره شول ، يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .امنيه قوماندان زياته کړه مشکوک سړى له هغه وروسته چې په عملياتو کې په شاملو ځواکونو ډزې وکړې دمتقابلو ډزو له امله ووژل شو. دلوګر ولايت امنيتي مسوولين وايي چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې او تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته