کابل/ د ليندۍ٢١مه/ باختر
د بلخ پوليسو په دغه ولايت کې د يوې ښځې په ګډون ٣ کسان د وژنې په شک ونيول.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باخترآژانس ته وويل: د يادې قوماندانۍ منسوبانو يوه ښځه او ٢ نارينه دهغې د ميړه د وژنې په شک د مزارشريف ښار له مربوطاتو څخه ونيول.
هغه زياته کړه د نيول شوې ښځې ميړه په مرموز ډول وژل شوى او مړى يې د سرې او بريښنا سيند کې اچول شوي و.
ده زياته کړه نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې پرخپل جرم اعتراف کړى دى.
پاى \ ذ